وفاق کښې اتحادي حکومت په بهرني هیوادونو کښې میشت د پاکستانیانانو د حقونو قاتل دې: د پنجاب وزیراعلی

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب وزيراعلي چوهدري پرويز الاهي په ايتلافي حکومت نيوکه کړې او ويلي يې دي چې موجوده وفاقي حکومت د بهر مېشتو پاکستانيانو د حقونو قاتل دی.
د مسلم ليګ (ق) سکاټ لينډ صدر شبير شاه د پنجاب وزيراعلي چوهدري پرويز الاهي سره وليدل چې پکښې د ملک په سياسي صورتحال او نورو چارو خبرې اترې شوي دي۔
په دې موقع پروېز الهي ووئيل په بهر كښې مېشت پاكستانيان زمونږ قيمتي اثاثه دي٬ د هېواد معيشت مضبوطولو لپاره د بهر مېشتو پاكستانيانو خدمات باید مونږ هېر نه كړو۔
د پنجاب وزيراعلي زياته کړه چې له بده مرغه موجوده حکومت په بهر کې مېشت پاکستانيان د ووټ له حقه محروم کړي دي، موجوده وفاقي حکومت د سمندر پار پاکستانيانو د حقونو قاتل دی.
ده ووئيل په بهر كښې مېشت پاكستانيان به په موجوده وفاقي حكومت كښې په كوم ګوند باور نه كوي٬ د بهر مېشتو پاكستانيانو د ستونزو هواري لپاره به جامع پالېسۍ راوړي۔






