د خزانې وزیر د اقتصاد د پرمختګ او د معیشت ښه کولو لپاره مهم اعلان کړې دې

0
51

باغی ټي وي رپورټ
د مالیې وزیر مفتاح اسماعیل خساره کمولو لپاره د اساسي یاد تهیوري تشریح کړه او ویې ویل چې د وارداتو په کمولو سره د طلب او سپلایی توازن برابریږي.

د کراچۍ چیمبر آف کامرس کښې د میډیا نمائندګانو سره د خبرو په مهال مفتاح اسماعیل اوویل چې هغه به د خامو وارداتو سکټور باندې لګیدلي بندیزونه لرې کوي، د خسارې کمولو لپاره به خریدارۍ کموي کوم چې د میمون نظریه بنیادي ده.

د مالیې وزیر وویل، له ۸۰ میلیارده وارداتو، ۳۱ میلیارده صادراتو او ۳۰ میلیارده رالیږلو وروسته د ۱۷.۵۰ میلیاردو کسر نشي زغملی.
هغه وويل، که د دوه ميليارده ډالرو د وارداتو مخه ونيسي، تېروتنې به وي، د وارداتي موټرو ٩٩ سلنه پلورل کېږي او ډالر بيا د پلورل شويو موټرو په بيه بهر ته لېږدول کېږي.

هغه زياته کړه چې ایکسچینج کمپنۍ هره ورځ په لویه کچه ډالر انټربینک کې جمع کوي، د ایکسچینج شرکتونو پرته به د پاکستان چلول ستونزمن وي ځکه چې ایکسچینج شرکتونه په اقتصاد کې مهم رول لوبوي.
مفتاح اسماعیل وویل چې له نړۍ څخه پور غوښتل د شرم خبره ده ځکه چې دا مهال ټوله نړۍ په سختو حالاتو کې ده، مونږ باید خپل چادر ته وګورو او ددې ځادر مط. بق خپل خپې وغځوو،

هغه وويل، چې مونږ ګاز اخلو هغه هېواد ژغوري، په کرونا کې ارزانه ګاز وا نه خستل شول، مونږ حکومت ته راغلو او پرېکړه مو وکړه، چې پاکستان به د ډیفالت کولو څخه ژغورو، د پاکستان د ډيفالټ د ژغورلو لپاره موږ سختې پرېکړې کړې وې، هغه اوویل چې نن ورځ مونږ د کنګال کیدلو څخه بچ شوي وو.

Leave a reply