د تایوان د دفاع وزارت یو مهم افسر چې د پلټنو د څانګې مسول وو،په خپل هوټل کښې ی مړې موندل شوې دې

0
169

باغی ټي وي رپورټ
د تایوان د دفاع وزارت د تحقیقاتو د پراختیا د څانګې مرستیال په یوه هوټل کې مړ وموندل شو.

د يو بهرني خبري اژانس د خبر له مخې د تايوان د دفاع وزارت د تحقيقاتو د پرمختيا د څانګې مرستيال او يونګ لي شينګ نن سهار د هوټل په يوه خونه کې مړ وموندل شو.

د تایوان د دولتي رسنیو په وینا، د تحقیقاتي څانګې مرستیال د زړه حملې سره مخ شوی او د وتلو توان یې نه درلود.
د رسنيو د راپورونو له مخې، اوو يونګ لي شينګ د تايوان د توغنديو د يو شمېر پروژو څارنه کوله او د خپل مړينې پر مهال د جنوبي ولايت پينګينګ په دوره باندې هم تللې وو.

بايد يادونه وشي، چې تايوان ته د امريکا د استازو د جرګې د رئيسې نانسي پلوسي د سفر په اړه د چين او امريکا تر منځ سخت ترينګلتيا رامنځته شوې، چې په ترڅ کې يې جنګي تمرينونه پيل شوي دي.

Leave a reply