لاهور هایی کورټ سپیکر راجه پرویز اشرف ته مهمه لارښوونه کړې ده
باغی ټي وي رپورټ
د لاهور هائي کورټ د قامي اسمبلۍ سپيکر راجه پروېز اشرف ته امر کړی چې د اپوزيشن ليډر راجه رياض د مقدمې په اړه پرېکړه وکړي.
په قومي اسمبلۍ کې د اپوزيشن د مشر راجا رياض د لرې کولو په درخواست د تحريري فيصلې په مهال عدالت د قامي اسمبلۍ سپيکر ته امر کړى چې د اپوزيشن د مشر د لرې کولو په اړه دې فيصله وکړي.
د لاهور هائي کورټ په ليکلي فيصله کې ويل شوي دي چې د قامي اسمبلۍ سپيکر دې د اپوزيشن ليډر راجه رياض په اړوند درخواست باندې په 30 ورځو کې دننه فيصله وکړي.
د محکمې په پرېکړه کې راغلي، چې لوی څارنوالۍ دې د محکمې د حکم په اړه اړوندو چارواکو ته خبر ورکړي او د رجسټرار دفتر دې د غوښتنلیک او پرېکړې تصدیق شوې کاپي د ملي شورا رییس ته واستوي.