پی ټي آیی د ۹ حلقو ټاکنوشیډول په عدالت کښې چیلج کولو پریکړه کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
پاکستان تحریک انصاف د قامي اسمبلۍ نهه حلقو لپاره د الیکشن کمیشن لخوا جاري شوي انتخابي شیډول په عدالت کښې چیلنج کړی دی.

پي ټي آئي د اسلام آباد هائي کورټ کښې د وکيل فيصل چوهدري په ذريعه يو بل درخواست دائر کړے دے چې پکښې د انتخاباتو شيډول معطل کولو غوښتنه شوې ده۔

درخواست کښې وئيلي شوي دي چې د پي ټي آئي غړو د استعفي د مرحله وار منظورۍ په ضد درخواست التواء دے
د پي ټي آئي په درخواست کښې وئيلي شوي دي چې عدالت په څلورم اګست د درخواست اورېدنه کړې او نوټس جاري کړې دې نو د اليکشن کميشن لخوا په 5م اګست جاري شوي شيډول دې وځنډول شي۔

ياده دې وي چې تيره ورځ اليکشن کميشن د قامي اسمبلۍ د نهو څوکيو لپاره د ضمني انتخاباتو شيډول جاري کړے وو او وئيلي وو چې په دې حلقو کښې به د ستمبر په 25مه نيټه انتخابات کيږي۔
دا خبره هم مهمه ده چې پرون د ټاکنو کمېسیون د ملي شورا په ۹ حوزو کې د ضمني ټاکنو نېټه اعلان کړه. د الېکشن کمېشن وياند ترمخه ضمني انتخابات د اين اے ٢٢ مردان ٣، اين اے ٢٤ چارسده ٢، اين اے ٣١ پيښور ٥، اين اے ٤٥ کرم 1، اين اے 108 فيصل آباد، اين اے 118 ننکانہ صاحب 2، اين اے 237 ملير 2، اين اے 237 ملير 2، کراچۍ 123 او اين اے 123 دي. او این اے 246 به د کراچۍ جنوبي 1 کې وي.

وياند ویلي وو چې د قامي اسمبلۍ په 9 حلقو ضمني ټاكنو لپاره به پولنګ د ستمبر په 25مه نېټه كېږي او د نامزدګۍ كاغذونه به د اګست له 10مې نېټې نه تر 13م اګست پورې جمع كولې شي۔

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文

Telegram官网