پوتین او اردوغان د اوکراین د جګړې پۀ اړه خبرې کړې دي

0
79

پوتین او اردوغان د اوکراین د جګړې پۀ اړه خبرې کړې دي 

اردوغان له پوتين سره په کتنه کې ويلي چې دواړه هېوادونه به د همکاريو يو نوی باب پرانيزي. پوتين هم ويلي، هيله لري چې له ترکيې سره يې د هېواد تجارتي او اقتصادي اړيکې لا ډيرې پراخې شي.

 

(2022 / 8 / 6   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د روسيې او ترکيې ولسمشرانو پرون بيا سره کتلي دي. دا له يوې مياشتې په لږه موده کې د دواړو لورو دويمه کتنه ده.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان تازه پرون يو ځل بيا په سوچي ښار کې له خپل روسي سيال ولاديمير پوتين سره کتلي او دواړو لورو د اوکراين د جګړې او سوريې د کړکېچ په تړاو خبرې کړې دي.

اردوغان له پوتين سره په کتنه کې ويلي چې دواړه هېوادونه به د همکاريو يو نوی باب پرانيزي. پوتين هم ويلي، هيله لري چې له ترکيې سره يې د هېواد تجارتي او اقتصادي اړيکې لا ډيرې پراخې شي.

ترکي رسنيو دغه راز ويلي چې اردوغان له پوتين سره په سوريه کې د کردي ملېشو پر خلاف د عملياتو د پلان په تړاو هم خبرې کړې دي. روسيې تر دې وړاندې د ترکيې له دغه پلان سره مخالفت کړی و.

Leave a reply