چین امریکا سره د پوځي اړیکو او اقلیمي بدلون خبرې ودروي

چین امریکا سره د پوځي اړیکو او اقلیمي بدلون خبرې ودروي
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی له واشنګټن سره د پولې هاخوا د جرمونو او د مخدره توکو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې همکاري او د اقلیم د بدلون په اړه خبرې هم ځنډوي په هغه برخه کې چې امریکایي چارواکي د همکارۍ فرصت ویني.
(2022 / 8 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
چین اعلان وکړ چې تایوان ته د امریکا د کانګرس د استازو خونې د رییسې نانسي پلوسي د سفر په غبرګون کې امریکا سره د پوځي قوماندانانو په کچه او د اقلیم د بدلون د خبرو په ګډون په یو لړ برخو کې خبرې اترې دروي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی له واشنګټن سره د پولې هاخوا د جرمونو او د مخدره توکو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې همکاري او د اقلیم د بدلون په اړه خبرې هم ځنډوي په هغه برخه کې چې امریکایي چارواکي د همکارۍ فرصت ویني.
تایوان ته د پلوسي له سفر مخکې، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چونینګ ویلي و چې نانسي پلوسي باید تایوان ته سفر ونه کړي.






