ایف بي آر د ۱۰۰ زیات پلورونکو په ضد د یو لوی ګام اخستلو پریکړه کړې ده

0
51

باغی ټي وي رپورټ
د عوایدو فدرالي بورډ (ایف بي آر) په ټول هیواد کې د 100 څخه زیاتو لوی پرچون پلورونکو پروړاندې د کاروایی کولو پریکړه کړې.

د ايف بي آر له مخې په بندرونو او ګمرکونو سټېشنونو د امپورټ کنسائنمېنټ کلیئرنس عمل پېل کړی شوی او د کنسائنمېنټ کلیئرنس لپاره به د اړونده چیف کلکټرانو څخه یوه هفته کښې رپورټ غوښتې دې او درآمد کونکو ته هدایات ورکړی شوي چې د ریلیف لپاره ګامونه پورته کړي.

جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې د امپورټ کنسائنمېنټ په اړه د روان ايس آر او وروستو د كليئرنس عمل سست شوے دے٬ د كليئرنس عمل ورو ورو په كنټينرونو د اضافي چارجز لګولې شوې٬ په سمدستي توګه د كليئرنس هدايات وركړې شوې۔
دا خبره مهمه ده او د یادونې ده چې پرون د پاکستان سټاک ایکسچینج له لوري د خپور شوي یو بیان مطابق د کاروبار مثبته ورځ وه او د 100 انډیکس د 670 پوائنټونو زیاتوالي سره 42096 ته بند شو.د کاروباري ورځې په ترڅ کې د 100 انډیکس په 742 پوائنټونو کې پاتې شو، نن په بازار کې د 40 کروړه ونډو تجارت وشو.د ونډو په بازار کې د کاروبار ارزښت 11.63 اربه روپۍ ؤ، د بازار سرمايه 86 اربه روپۍ 7047 اربه روپو ته لوړه شوې ده.

Leave a reply