له افغانستان نه بهر ته د تازه مېوو پۀ صادراتو کې ډیروالی راغلی دی

0
71

له افغانستان نه بهر ته د تازه مېوو پۀ صادراتو کې ډیروالی راغلی دی

بل لور ته بیا د افغانستان د تازه میوې صادرونکي وايي چې د تیر کال په پرتله د خټکیو محصولاتو کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی. دوی وايي چې د بزګر مصارفو ته په کتو لا هم د خټکیو او انګورو قیمتونه ټیټ دي او مناسب مارکېټ لا هم د افغانستان تازه میوې ته نه دی پيدا شوی.

(2022 / 8 / 6   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي وايي، چې پاکستان او هندوستان ته د افغانستان د تازه میوې صادرات روان دي.

دوی وايي چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله د هېواد په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي که د روان کال ترپایه صادرات په همدې ډول ترسره شي، نو ښايي د هېواد بزګر او د تازه میوې سوداګر به د تازه میوو دا فصل په منظم ډول سره صادر کړي.

دوی زیاتوي چې سږ کال پاکستان هم د افغان صادراتو لپاره اسانتیاوې زیاتې کړي.

Leave a reply