چین او هند د افغانستان پۀ اړه خبرې کړې دي

چین او هند د افغانستان پۀ اړه خبرې کړې دي
هندي رسنۍ هندوستان ټایمز ویلي، هندوستان ته تر سفر مخکې د چین ځانګړي استازي پاکستان او ترکیې ته هم سفرونه کړي او د افغانستان پر وروستیو حالاتو یې خبرې کړې دي.
(2022 / 8 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي د هندوستان پلازمېنې نوي ډيلي ته د سفر پرمهال د دغه هېواد له چارواکو سره د افغانستان پر وروستیو حالاتو خبرې کړې.
هندي رسنۍ هندوستان ټایمز ویلي، هندوستان ته تر سفر مخکې د چین ځانګړي استازي پاکستان او ترکیې ته هم سفرونه کړي او د افغانستان پر وروستیو حالاتو یې خبرې کړې دي.
په راپور کې راغلي چې د چین استازي د بهرنیو چارو وزارت دویم مرستیال جي پي سینګ چې د افغانستان، پاکستان او ایران د برخې مسوول دی هم خبرې کړې دي.
د چین ځانګړي استازي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې نوي ډیلي ته یې په خپل لومړي سفر کې د بهرنیو چارو وزارت له استازي سره یې پر افغانستان ګټورې خبرې کړې دي.
هغه زیاته کړې چې دواړو لورو موافقه وکړه، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره به اړیکو او خبرو اترو ته ادامه ورکوي.






