کابل کې پرونۍ چاودنې ۲۶ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

0
146

کابل کې پرونۍ چاودنې ۲۶ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

پخواني ولسمشر حامد کرزي دغه برید په کلکو ټکو غندلی او دا برید یې د ټولو اسلامي ارزښتونو ‌خلاف کار بللی دی. حامد کرزي همداراز ویلي چې د افغانستان ژغورنه یوازې د افغانانو د اتحاد او اتفاق له لارې کیږي او د افغانانو د وحدت او یووالي په ډیریدو یې ټینگار کړی دی.

 

(2022 / 8 / 6   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د کابل امنیه قومنداني وايي، د کابل ښار د شپږمې حوزې اړوند سر کاریز سیمه کې پرونۍ چاودنې اته تنه عام وګړي وژلي او ۱۸ نور ټپيان دي.

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، چې د شږمې حوزې اړوند د سر کاریز سیمې په یوه کوڅه کې چې عام خلک پرې تګ راتګ کوي په یوه کراچۍ کې ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکیو چاودونه کړې.

پخواني ولسمشر حامد کرزي دغه برید په کلکو ټکو غندلی او دا برید یې د ټولو اسلامي ارزښتونو ‌خلاف کار بللی دی.

حامد کرزي همداراز ویلي چې د افغانستان ژغورنه یوازې د افغانانو د اتحاد او اتفاق له لارې کیږي او د افغانانو د وحدت او یووالي په ډیریدو یې ټینگار کړی دی.

Leave a reply