امریکا کښې پولیو وایرس سر را اوچت کړې، وګړو کښې د پولیو وایرس خپریدو اندیښنه څرګنده شوې ده

باغی ټي وي رپورټ
د امریکا په نیویارک ښار کې په ټولنه کې د پولیو د خپریدو خطره پیدا شوې ده.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، د نیویارک روغتیايي چارواکو د پنجشنبې په ورځ هغو ماشومانو او لویانو ته خبرداری ورکړ چې د پولیو ضد واکسین یې نه وي کړی، د پولیو د وژونکي ویروس د احتمالي انتقال ټولنې ته د خطر په نظر کې نیولو سره.

د پوليو ويروس اوس د نيويارک ښار په شمال کې په دوو نږدي والیتونو کې د فاضله اوبو په اوو بيلابيلو نمونو کې موندل شوی، په داسې حال کې چې تر دې دمه د پوليو يوه پيښه راپور شوې ده. چارواکي وايي وروسته له دې چې د یوې قضیې په اړه خبر شي، ښاریان باید په پام کې ونیسي چې ددې وایرس له امله نور په لوی شمیر کې اغیزمن کیدې شي.
تېره میاشت په امریکا کې له شاوخوا یوې لسیزې وروسته د پولیو لومړۍ پېښه ثبت شوه.

بايد يادونه وشي چې د پوليو درملنه نشته خو د واکسيناسيون په واسطه يې مخه نيول کيداى شي. دا اکثرا په ماشومانو اغیزه کوي چې د عضلاتو ضعف او فلج او په سختو حالتونو کې د دایمي معلولیت او مړینې لامل کیږي.
دا خبره مهمه او د یادونې ده چې په دریم ۳ اګست د امريکا د نيويارک ښار په ناوړو اوبو کې د پوليو د ويروس د شتون خبره څرګنده شوې وه.

د بي بي سي د راپور له مخې، له نږدې یوې لسیزې وروسته تېره میاشت په امریکا کې د پولیو لومړۍ پېښه ثبت شوه.

خو اوس د امریکا د روغتیا وزارت چارواکي وايي، چې د جولای په میاشت کې د پولیو د پېښې له مخې یوه میاشت وړاندې د نیویارک د ښاروالۍ په فاضله اوبو کې د پولیو ویروس موجود وو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文

Telegram官网