روس څخه د غنمو اخستل، ای سي سي د روس زیات نرخ په غوښتلو د معاهده لغوه کړې ده

باغی ټ يوي رپورټ
د اعلاميې له مخې د اقتصادي رابطې كمېټۍ (اي سي سي) غونډې ته په وينا كښې كمېټۍ د روسيې لخوا د لوړې بيې د غوښتنې له امله د غنمواخستلو معاهده لغوه كولو هدايات جاري كړے۔

د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل په مشرۍ كښې د اي سي سي غونډه كښې په حكومتي كچه د روس نه د غنمو د پېرلو مسله وڅېړل شوه۔
په غونډه كښې د طارق فاطمي په مشرۍ كښې قائمه كمېټۍ غونډې ته د وزيراعظم په استازيتوب د غنمو د پېرودلو په اړه بريفنګ هم وركړو۔

د بيان ترمخه اي سي سي د روس نه د 390 ډالرو في ميټرک ټن په نرخ د غنمو د اخستلو وړانديز کړی خو روس پاکستان ته د في ميټرک ټن غنم د 410 ډالرو په بدل کې د ورکولو وړانديز کړی چې د منسوخ کولو هدايات جاري کړي شوي دي.
دا خبره مهمه ده چې څه وخت وړاندې د خزانې وزیر په یو بیان کښې ویلي وو چې نن مونږ مجبور یو چې غنم هم وارد کړو، وزیرخزان مفتاح ویلی وو چې ، ټاکل شوې چې له روسيې څخه غنم واخلو، هغه زیاته کړه وه چې ، دوى سږ کال ٣٠ ميليونه ټنه غنم واردوي او له روسيې سره به په دولتي کچه خبرې وشي.