د پاکستان تحریک انصاف بنسټ ایښودونکې ښځینه غړې عمران خان ته سخته په قهر شوې ده

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف بنسټ ایښودونکې غړې فوزیه قصوري د تحریک انصاف پر مشر عمران خان سخته قهر شوې ده.

خصوصي ټلوېزیون ته د فوزیه قصوري د مرکې یو کلیپ په سوشل میډیا وائرل شوی چې پکې هغې له عمران خان څخه د ټورنټو په غونډه کې د راټولو شویو ۳ لکو ډالرو په اړه پوښتنه کړې وه.

فوزیه قصوري وايي چې زه او عمران خان په ټورنټو کې یوې غونډې ته ورغلي وو، په دې غونډه کې خان پخپله ویلي وو چې درې لکه ډالر راټول شوي دي، خو یو کال وروسته هم معلومه نه وه چې درې لکه ډالر چیرته راټول شوي دي. ته لاړې؟ موږ د بریښنالیکونو له لارې وپوښتل چې ایا ډالر رارسیدلي که نه خو هیڅ ځواب نه و.
فوزيه قصوري د بهرنو مرستو په اړه د پي ټي ائي په دريځ غصه څرګنده کړه او ويې ويل چې د عمران خان په نوم ځينې اکاونټونه پرانستل شوي، د هغه په نوم پيسې جمع کيږي نو دا څنګه ممکنه ده چې عمران خان نه وي خبر؟ تر ټولو لومړی، ښاغلی خان غلط بیانوي.

د پي ټي آئي باني غړي وئيلي دي چې ښايي خلک زما دغه بيان دروغ ووايي خو ما له خان صاحب سره ډېر وخت کار کړی دی نو زه د هغه احترام کوم خو عمران خان بايد په سوچ سره خبرې وکړي ځکه چې د دروغو خبره تر يو حده پورې وي، هغه وایی چې الله تعالی ژمنه کړې چې هرڅه به روښانه شي.
وزيه قصوري وويل هغه وخت پيسې ډیرې زیاتې راتللې او دا پيسې د هغو خلکو څخه راتلې چې مونږ يې هم نه پيژنو خو خان صاحب ته معلومه وه، عمران خان د ابراج ګروپ او عارف نقوي سره معاملې کړې وې او اوس وايي چې هغه مسلمان دې او دده په خلاف داسې دسیسه جوړیږي نو دا یوه احمقانه خبره ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文

Telegram官网