عدالت د پاکستان تحریک انصاف غړي بې ګنا ګرځولي دي
باغی ټي وي رپورټ
پوليسو د لانګ مارچ په مهال د ورانکارۍ په مقدمه کې د پي ټي آئي مشران بري کړي دي.
د لاهور پوليسو د ترهګرۍ ضد عدالت ته رپورټ جمع کړی چې پکې د پي ټي آئي مشرانو ياسمين راشد او شفقت محمود او نورو ته د لانګ مارچ په مهال د ورانکارۍ او حکومتي املاک ته د زيان رسولو په مقدمه کې بري ورکړل شوي دي.
عدالت کې جمع کړل شوي رپورټ ترمخه د پي ټي آئي مشرانو په ضد په شفيق اباد، شاهدره، ګلبرګ او بټي ګیټ پوليس سټيشنونو کې مقدمې درج کړې شوي، په داسې حال کې چې پوليسو د مقدمې نه د ترهګرۍ ضد دفعات حذف کړی دی.
په راپور کې ویل شوي چې پولیس نور نه غواړي چې په دې قضیو کې تورن کسان ونیسي.د پي ټي آئي مشرانو د پوليس لخوا عدالت ته د رپورټ جمع کولو نه پس د ضمانت درخواستونه واپس کړي دي۔
دا خبره مهمه ده چې په ۳۰ م د جولایی د لانګ مارچ په مهل د ګډوډي کولو کیس کښې د اسلام اباد یوې محکمې د پخواني لومړي وزیر عمران خان په ۱۰ قضیو کې د موقتي ضمانت منظوري ورکړې وه.
د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان د ضمانت درخواستونو اورېدنې په مهال د اسلام آباد ضلعي او سيشن عدالت ته وړاندې شوې وو چرته چې جج کامران بشارت مفتي د درخواستونو اورېدنه کړې وه او د عمران خان عبوري ضمانت ی منظور کړې وو.