د هند ظلمونو پرته د کشمیریانو د آزادۍ زور نور هم زیاتیږي او دوام لري: عمران خان

0
99

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان وايي، د هند له ظلمونو سره سره د کشمیریانو د ازادۍ مبارزه نوره هم زیاتیږي او د هرې ورځې په تېرېدو سره نور هم قوي کیږي او دوام لري.
په سوشل ميډيا جاري شوي يو بيان کښې د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان ليکلي چې د مودي حکومت د ۲۰۱۹م کال د اګست په ۵ مه نېټه د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل د قراردادونو او نړيوالو قوانينو خلاف ورزي کولو سره د مقبوضه کشمير خاص حيثيت ختم کړو.
د مودي حکومت بیا د جنیوا د څلورم کنوانسیون په خلاف ورزۍ کې جنګي جنایتونه وکړل او د مقبوضه جمو او کشمیر ډیموګرافي یې بدله کړه، فکر یې کاوه چې په دې کولو سره به د کشمیریانو د ازادۍ مبارزه وځپي.
نوموړي زیاته کړې، چې له موږ څخه غوښتل کېږي، چې په ټولنه کې د بشري حقونو د سرغړونو غندنه وکړو، خو کله چې په هند او مقبوضه کشمیر کې د بشري حقونو د سرغړونو خبره کېږي، نو هماغه ځواکونه چوپه خوله پاتې کېږي، ځکه چې دلته لوی بازار دی او یا د دوی ستراتیژیک شریکان دی.
د تحريک انصاف چيئرمېن په يو بل ټويټ کښې ليکلي چې د هند د غير قانوني اقداماتو له وجې د کشميريانو د ازادۍ مبارزه پياوړې شوې او د هرې ورځې په تېرېدو سره پياوړې کيږي.
نوموړی وايي، د امنیت شورا له پرېکړه لیکونو او نړیوالو قوانینو سره سره د هند د وحشت او د اخلاقو د ځانګړي درس په اړه د نړیوالې ټولنې چوپتیا د غندنې وړ ده.

Leave a reply