د پاکستان فوځ سرلښکر د سعودي عرب چارواکو سره اړیکه نیولې ده

باغي ټي وي رپورټ
د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوېد باجوه د سعودي عرب او متحده عرب اماراتو له چارواکو سره رابطه کړې ده.

د جيو نيوز له مخې د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د سعودي عرب او اماراتو چارواكو سره په خبرو كښې د آئي اېم اېف پروګرام په اړه خبرې وكړې۔

سرچينې وائي دپوځ سرلښکر دخبرو اترو په نتيجه کښې به دپاکستان لپاره ډير زر ښه خبرونه هم ترلاسه شي.
ياده دې وي چې څو ورځې وړاندې د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوېد باجوه هم د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې سره اړيکه نيولې وه او غوښتنه يې کړې وه چې پر IMF فشار راوړي چې ژر تر ژره پور واخلي.

تر دې وړاندې په پاکستان کې د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) استازې ایستر پائرز رییس ویلي وو چې پاکستان د پټرولیم د پراختیا لیوي (PDL) په زیاتولو سره د ګډې بیاکتنې مخکیني شرطونه پوره کړي دي.
سرچينې وائي دآئي ايم ايف ايگزيکټيو بورډ غونډه به داگست په 24مه نيټه کيږي چې پکې به پاکستان سره دتړون منظوري ورکول کيږي.

د پاکستان او آئي ايم ايف ترمينځ د قرضو ورکولو معاهده د جولائي په 14مه نيټه شوې وه په کوم کښې چې آئي ايم ايف اعلان کړے وو چې د اي ايف پي ترمينځه د اوومې او اتمې جائزې معاملې شوې دې ولي د آئي ايم ايف بورډ دې معاهدې ته حتمي شکل ورکوي۔

د ماليې وزير مفتاح اسماعيل د ټويټر له لارې له IMF سره د شوې هوکړې اعلان وکړ او دغه هوکړه يې شريکه کړه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文

Telegram官网