هند په زور او طاقت باندې د کشمیریانو څخه د آزادۍ حق اخلی، کشمیري اولس د هند دا ټولې هڅې ناکامه کړي دي: وزیراعظم شهباز شریف

0
194

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې هند د مقبوضه کشمير د ډيموګرافيکي جوړښت د بدلولو لپاره په زړورتيا او طاقت سره د “هندوتوا” اجنډا پرمخ وړي.

د کشمير د استحصال د ورځې په مناسبت خپل پېغام کښې وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې په 5م اګست 2019م په مقبوضه جمو او کشمير کښې د هند د غيرقانوني او يو طرفه اقداماتو، د هند د غير انساني پوځي محاصرې او د کشمير د خلقو له دردونو څخه د بې پروايي درې کاله تېر شول. دوام لري.
لومړي وزیر وویل چې د هند حکومت د جنیوا د څلورم کنوانسیون او د امنیت شورا له پریکړه لیکونو سرغړونه کوي.

د مقبوضه کشمير لوړ پوړي قيادت لا هم بنديان دي، کشميري ځوانان د هندي قابض ځواکونو لخوا د عدالتی پریکړو پرته د وژنې هدف دي.
ده ووئيل چې كشميريان په پرله پسې توګه له خپلو بنيادي حقوقو او هر قسمه ازادۍ څخه محروم ساتل كېږي٬ د هند حكومت په بې شرمۍ سره د هندوتوا اجنډا د وادي د آبادۍ د جوړښت د بدلولو لپاره هڅوي۔

شهبازشريف وئيلي دي چې هندي قابض پوځ مقبوضه کشمير د نړۍ په تر ټولو ستر زندان بدل کړی دی، مقبوضه کشمير کښې د بشري حقونو وضعه په دريو کالو کښې ډيره خرابه شوې ده، کشميري ولس اوس هم د فوځي محاصرې لاندې دی خو د کشميري ولس په زړورتیا سره د هندي حکومت او فوځ دا ظلمونه ناکامه کړي دي.
وزيراعظم وويل پاکستان خپل جائز مقصد ترلاسه کولو کې دکشميريانو سره په هره ممکنه لاره مرسته کړې ده، پاکستان به دکشميريانو غږ پورته کوي چې قربانۍ يې اوس هم روانې دي، مونږ به د کشمیریانو د حقونو ترلاسه کولو لپاره هر ممکنه هڅه وکړو.وزیرعظم شهباز شریف راوویل چې ل په جنوبي اسيا كښې تلپاتې امن د مقبوضه كشمير په سوله ايز حل كښې پټ دې، هغه اوویل چې ددې ستونز د هواري لپاره باید نړيواله ټولنه خپل كردار ادا كړي۔
…………………………

Leave a reply