چین وایي امریکا دې د ترهګرۍ ضد مبارزې په نامه د هېوادونو ملي حاکمیت نه نقض کوي

0
47

چین وایي امریکا دې د ترهګرۍ ضد مبارزې په نامه د هېوادونو ملي حاکمیت نه نقض کوي

بلخوا رویټرز بیا په یوه راپور کې ویلي چې افغان مشران د امریکا دغه اقدام ته د مناسب ځواب ورکولو په موخه سره جرګه شوي دي او ښايي ژر خپل دريځ روښانه کړي.

 

(2022 / 8 / 5   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

چین وایي امریکا دې د ترهګرۍ ضد مبارزې په نامه د هېوادونو ملي حاکمیت نه نقض کوي.

په کابل کې د چین سفارت په ټوېټ پیغامونو کې د امریکا ډرون برید ته په اشارې ویلي چې امریکا باید له نړیوالو قوانینو سره سم د هېوادونو خپلواکۍ او حریم ته درناوی وکړي.

د سرچینې په خبره دغه هېواد ته نه ده په کار چې د نورو هېوادونو هوایي او ځمکنی حریم د ترهګرۍ ضد مبارزې په نامه نقض کړي.

بلخوا افغان حکومت هم تر دې وړاندې ویلي، وو چې دوی پر افغان خاوره د امریکا هوایي برید غندي او هغه له نړیوالو قوانینو د سرغړونې تر څنګ د دوحې له هوکړې ښکاره سرغړونه بولي.

بلخوا رویټرز بیا په یوه راپور کې ویلي چې افغان مشران د امریکا دغه اقدام ته د مناسب ځواب ورکولو په موخه سره جرګه شوي دي او ښايي ژر خپل دريځ روښانه کړي.

Leave a reply