آذربایجان او ارمنستان یو بل پر اوربند ماتولو تورنوي

آذربایجان او ارمنستان یو بل پر اوربند ماتولو تورنوي
د اذربايجان د دفاع وزارت ويلي چې ارمنستاني ځواکونو يې په مورچلونو ډزې کړې او لږ تر لږه درې اذربايجاني سرتېری يې وژلی دی. د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت هم ويلي، وروستۍ پېښې وښوده چې ارمنستان د سولې تړون ته درناوی نه لري.
(2022 / 8 / 5 نېټه باغی ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اذاربایجان او ارمنستان ترمنځ په ناګورنو قره باغ سیمه کې یو ځل بیا نښته شوې چې له کبله يې درې تنه وژل شوي دي. ياد هېوادونه د نګورنو قره باغ سيمې د مالکيت پر سر لانجه لري چې په ۲۰۲۰ کال کې يې تر منځ خونړۍ جګړه هم وشوه.
دواړو لورو څه موده مخکې په نګورنو قره باغ کې د اوربند هوکړه وکړه او ويې ویل چې د ستونزې د بنسټيز حل لپاره به خبرو ته دوام ورکړي. په سيمه کې تر وروستۍ نښتې وروسته اذربايجان او ارمنستان يو بل د سولې د هوکړې پر ماتولو تورن کړي دي.
د اذربايجان د دفاع وزارت ويلي چې ارمنستاني ځواکونو يې په مورچلونو ډزې کړې او لږ تر لږه درې اذربايجاني سرتېری يې وژلی دی.
د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت هم ويلي، وروستۍ پېښې وښوده چې ارمنستان د سولې تړون ته درناوی نه لري.
ارمنستان بيا اذربايجان په پاروونکو اقداماتو تورن کړی او له نړيوالې ټولنې يې غوښتي چې د ورته اقداماتو مخه ونيسي.
نګورنو قره باغ کې مېشتو روسي سوله ساتو ځواکونو ويلي چې په سيمه کې وضعيت ارام شوی او د جګړې د پراخېدو خطر له منځه تللی دی.





