سعودي حکومت هغه ۶ پاکستانیاتو ته سزا اورولې ده چې د نیوي جومات سپکاوې ی کړې وو او د شهباز شریف په ضد ی نبوي مسجد کښې نعرې پورته کړې وې

باغی ټي وي رپورټ
سعودي چارواکو ۶ پاکستانيان د نبوي جومات د سپکاوي په تور محکوم کړل.

د ډيپلوماټيکو سرچينو له مخې، درې پاکستانيانو ته په لس، لس کاله بند او درېيو ته په اته، اته کاله بند سزا اورول شوې ده.
سرچينې دا هم وايي، چې د مدينې محکمې پر دغو کسانو شل زره رياله جريمه کړې او د هغوى موبايلونه يې ضبط کړي دي.

ياده دې وي چې په نبوي جومات کې د اور لګېدنې پېښه د لومړي وزير شهباز شريف د سفر پر مهال رامنځته شوې وه.

سرچينې زياته کړې، چې په لس کاله بند محکوم شوو کسانو کې انس، ارشاد او محمد سليم شامل دي او په اته کاله بند محکوم شوو کې خواجه لقمان، محمد افضل او غلام محمد شامل دي.
دا خبره مهمه او د یادونې ده چې د اپریل په میاشت کښې په نبوي جومات کښې د پي ټي آیی ملاتړ کوونکو د پاکستا مسلم لیګ ن مشرانو په ضد نعرې وهلې وې چې بیا د مدینې منورې پولیسو د مسجد نبوی په احاطه کې د سپکو الفاظو د کارولو او سپېڅلي ځای ته د سپکاوي په تور د پنځو پاکستانیانو د نیولو پخلی کړې وو.

د مدينې منورې د پوليسو وياند هغه وخت سره په خپور شوي بیان کښې ویلي وو چې د نبوي جومات په احاطه کې يې ۵ پاکستاني اتباع د جومات څخه د سرغړونو په تور او خبرو نيولي دي.

وياند وايي، نيول شويو کسانو د پاکستانۍ مېرمنې او د هغې د ملګرو په وړاندې ناوړه الفاظ کارولي او نيول شوي کسان د مقدس ځاي په سپکاوي تورن دي.

دپوليسو دڅرګندونو له مخې نيول شوي کسان دزيارت او عبادت کوونکو دامنيت په ګډوډولو تورن دي او له تورنو کسانو سره به قانوني چلند وشي چې وس داسې راپورونه راغلل چې دوی ته د زنداني کیدو او د نغدو پیسو جریمه کولو سزاګانې اورول شوي دی.