د پخواني وزیرخارجه شاه محمود قریشي لور په ټاکنو کښې برخه اخلي

باغی ټي وي رپورټ
د تحریک انصاف مشر شاه محمود قریشي د خپل زوی زین قریشي له خوا خالي کړې شوې د قومي اسمبلۍ په څوکۍ د خپلې لور لپاره د انتخاباتو د ترسره کولو پرېکړه کړې ده.
هغه خپله لور مهر بانو قريشي د ملتان حلقې اين اے 157 نه کانديد کړې ده.
په دې اړه مهر بانو قریشي وايي چې له ۲۰۱۸ کال راهیسې د تحریک انصاف د سوشل میډیا ټیم سره کار کوي، پلار یې د روایت برعکس د عمران خان د وینا ژوندي ساتلو لپاره هغه غوره کړې ده.
د تحريک انصاف وائس چيئرمېن شاه محمود قريشي يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وئيلي دي چې د عمران خان په اجازت زما لور مهر بانو قريشي د اين اے 157 نه کاغذات جمع کړي دي، مهر بانو قريشي تعليم يافته ده او په صحافت کښې هم تجربه لري.
هغه وویل، زما لور د راتلونکي نسل احساس لري، که موږ غواړو چې هیواد له ستونزمن حالت څخه راوباسئ، نو میندې او لوڼې باید رول ولوبوي، یوه مور ډیر احساس لري چې د ماشوم راتلونکی به څه وي. دوی به څنګه تعلیم ترلاسه کړي..
هغه وويل دټولو سياسي ګوندونو لپاره اصول دي چې ٥ فيصده ښځې پکې ونډه ولري، که مور او لور تعليم ولري نو په ټولنه کې واضح بدلون راتلى شي.
ياده دې وي چې زين قريشي د جولايي په ١٧مه نېټه د پنجاب په ضمني ټاکنو کې د ملتان د پنجاب اسمبلۍ حلقه پي پي ٢١٧ نه ګټلې وه، چې وروسته يې د قومي اسمبلۍ څوکۍ پرېښوده






