پاکستاني اولس لپاره یو بل ښه زیرې، د ډالر نرخ راټیټیدو څخه پس یو بل ښه زیرې، د خام تیلو نرخ هم راټیټ شوې

باغی ټي وي رپورټ
په نړيوال بازار کې نن د خامو تېلو بيې د پام وړ راټيټې شوې دي.

د بهرنيو رسنيو د راپورونو له مخې، په نړيوال بازار کې د ويسټ ټکساس انټرميډيټ د خامو تېلو بيعه د يو بېرل تېلو بيعه ٨٨ ډالرو ته رسېدلې ده. دا د روسیې او اوکراین د جګړې له پیل راهیسې د امریکا د خامو تیلو تر ټولو ټیټه بیه ده.
د يادونې وړ ده چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه روسيې پر اوکراين بريد وکړ چې له هغه وروسته په نړيوال بازار کې د خامو تېلو بيې د تاريخ تر ټولو لوړې کچې ته ورسېدې، خو اوس يې د ټيټېدو لړۍ پيل شوې ده.

نن د برتانیې د خام تیلو برینټ بیه هم ۲.۸۸ ډالره کمه شوه چې وروسته بیا د فی بیرل بیه ۹۳.۹۰ ډالرو ته ورسیده. د متحده ایالاتو د خامو تیلو بیه له 2.37 ډالرو څخه 88.29 ډالرو ته راټیټه شوه.

دا د برینټ لپاره د فبروري 21، 2022 راهیسې ترټولو ټیټ نرخ دی او د متحده ایالاتو د خام تیلو لپاره د فبروري 3، 2022 راهیسې ترټولو ټیټ نرخ دی.