که اولس مشر عارف علوي مجرم ثابت شی نو په ضد ی باید ګام پورته کړې شي: داخله وزیر، رانا ثناالله

باغی ټي وي رپورټ
وفاقی داخله وزیر رانا ثناءالله وايي الیکشن کمیشن ثابته کړې چې تحریک انصاف د بهرنۍ فنډ اخستونکې پارټۍ ده، که صدر عارف علوي مجرم ثابت شو نو خلاف دې کارروائي وشي ، هغه دې په اخلاقي توګه استعفی ورکړي.
د جيو نيوز پروګرام “کيپيټل ټاک” کې د خبرو په مهال رانا ثناءالله وويل چې دوه ورځې وروسته به کابينه سپريم کورټ ته د اعلاميې لېږلو رسمي منظوري ورکوي، ايف آئي اے او نورې تحقيقاتي ادارې به پلټنې کوي.
د مني لانډرنګ او جعل سازۍ په اړه به FIA او نورې ادارو لخوا ګامونه پورته شي.
رانا ثناءالله وويل چې د اليکشن کميشن په فيصله کې د بهرنۍ مرستې لرونکې ډلې ثبوتونه دي، انکار نه شي کولى، د ٢٠١٣ نه تر ٢٠٢٢ پورې ډېر څه شوي، که پلټنې وشي نو ډېر څه به مخې ته راشي.

وفاقي وزير وويل د اليکشن کميشن د څوکۍ لپاره په کميټۍ کې د بابر يعقوب نوم ورکړے شوے وو، په دې اړه خبرې اترې شوې وې، بابر يعقوب د 2018 په انتخاباتو کې د اليکشن کميشن سيکرټري وو، مونږ ويلي وو چې بل نوم راوړو، مونږ پروېز خټک راته وویل چې سکندر سلطان راجا شریف سړی دی، ما هم وویل چې سکندر سلطان شریف سړی دی، غلط کارونه به نه کوي، په کمېټه کې د چا د راتګ او سپارښتنې خبره نه ده شوې.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文

Telegram官网