پاکستان کښې خلق په پیسو خرڅیږي خو د ټاکنو کمیشن په دې هیڅ کوم ایکشن نه اخلی: عمران خان
باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان وايي، د پاکستان خلک د ټاکنو کمېشن کنټرولولی شي، خلک په پيسو خرڅېږي، خو اليکشن کمېشن هېڅ ګام نه دی پورته کړی.
د پي ټي ائي لخوا د الېکشن کمېشن د دفتر مخې ته احتجاج ته د وېډيو لنک په ذريعه وینا کښې عمران خان اووېل چې دوي ټولو داسې فکر کاوه چې د تحريک انصاف جنازه بهر شوې ده، د خلقو په زړونو کښې يې شعور پيدا کړے دے او سړکونو ته راوتلي دي. د مۍ په ۲۵مه خلک سړکونو ته راووتل، څه يې وکړل، هېڅکله به يې هېر نه کړم.
عمران خان وويل دغو کسانو غوښتل چې په خلکو کې وېره خپره کړي، دوی فکر کاوه چې په پنجاب کې به په ضمني انتخاباتو کې په اسانۍ درغلۍ وکړي.
ده ووئيل د مسلم ليګ (ن) پلاوي د فنډنګ د مقدمې فيصله كولو لپاره اليكشن كمېشن ته ځي، دوي وېرېږي چې ولس د دوي له كنټرول څخه بهر روان دے، اليكشن كمېسون د ولس د غلامۍ يوه طريقه ده چې په اسانۍ قابو كولې شي، دا له دوه نیمو کلونو راهیسې هڅه کوي چې د رایې ورکولو الکترونیکي ماشین راوړي، EVM کې درغلۍ ونه شي، د ای وی ایم درغلۍ ۱۳۰ طریقې له منځه یوړل شي، د ټاکنو کمیسیون دواړه ګوندونه سره ګډ شوي، د ټاکنو کمیسیون هڅه وکړه چې EVM یعني الیکټرانیکي ووټنګ مشین په هیواد کښې د ټاکنو په مهال و نه کارول شي.