د پي ټي آیی فارن فنډنګ په اړه د ټاکنو کمیشن پریکړه، حکومت پریکړه کړې چې دا اعلامیه سپریم کورټ ته واستوي

باغی ټي وي رپورټ
وفاقي کابينې د ممنوع فنډونو په معامله د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) د مشرانو په ضد د پوليټيکل آرډر 2002 لاندې د کارروائي کولو فيصله کړې او اعلاميه سپريم کورټ ته استولې ده۔

د وزيراعظم شهبازشريف په مشرۍ کښې د وفاقي کابينې غونډه شوې چې پکښې د پي ټي آئي د منع شوي فنډنګ کيس فيصلې په رڼا کښې د راتلونکي عمل په اړه غور وشو۔

دسرچينو له مخې په غونډه کې وفاقي کابينې دعمران خان اؤ نورو مشرانو نومونه په اي سي ايل کې اچولو منظوري نۀ ده ورکړې.
سرچينې وائي دقانون وزير اؤ حکومتي قانوني ډلې کابينې ته دالیکشن کميشن په فيصله بريفن ورکړو اؤ دسرچينو ترمخه لومړی وزیر په لارښوونه په دغه مهال دقانون دسيکرټري اؤ داخله سيکرټري څخه علاوه ټول بيوروکريټس د غونډې څخه بهر کړل شوي وؤ.
د غونډې وروستو ميډيا بريفنګ كښې د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل چې كابينې د فنډنګ د منع كولو په معامله د پوليټيك پارټۍ آرډر 2002 لاندې د پي ټي آئي د قيادت خلاف د كارروائي كولو فيصله كړې۔

مريم اورنګزېب وويل چې دپي ټي ائي دمشر په ضد دپوليټيکل پارټي آرډر 2002 ارټيکل 2، 6، 15 اؤ 17 لاندې کارروائي شوې ده، تحريک انصاف بهرنۍ مرستې ترلاسه کوونکى ګوند اعلان شوى دى، يو اعلاميه به تياره شی او زر تر زره به سترې محکمې ته او ليږل شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文

Telegram官网