پاکستان تحریک انصاف د ټاکنو کمیشن مشر په ضد ریفرنس واپس اخستې

باغی ټي وي رپورټ
پاکستان تحريک انصاف د چيف اليکشن کمشنر سکندر سلطان راجا خلاف جوډيشل کميشن کښې دائر کړے شوې ريفرنس واپس اخستې دې۔
د چيف اليکشن کميشنر خلاف درج کړے شوي ريفرنس د رجسټرار دفتر ته رسيدو سره سمدستي واپس کړے شوے دے۔
په ريفرنس كښې د منع فنډز د مقدمې د پريكړې د ردولو نقطې شاملولو فيصله شوې ده، په ريفرنس كښې به نور قانوني اړخونه په ګوته كولې شي۔
په دې لړ کښې د پي ټي آئي مشر فواد چوهدري وئيلي دي چي د چيف اليکشن کمشنر خلاف ريفرنس ئي بند کړي دي او نور ثبوتونه هم ورسره دي۔
اسلام اباد کې خبريالانو سره دخبرو په مهال فواد چوهدري وويل چې اليکشن کميشن دمنعقدې فنډز کېس فيصله بدله کړه، دالیکشن کميشن په فيصله کې دبدلون ټکي شامل کړل نو هغه به بيا ريفرنس دائروي.
ياده دي وي چي پاکستان تحريک انصاف د چيف اليکشن کميشنر سکندر سلطان راجا په ضد جوډيشل کميشن کښي ريفرنس دائر کړي وو۔
د بابر اعوان په منځګړيتوب جمع کړي شوي ريفرنس کې وئيل شوي چې چيف اليکشن کمشنر په قصدي توګه بد سلوک کوي او خپله آئيني ذمه وارۍ په سمه توګه نه ترسره کوي.
په ريفرنس کې دغه راز وئيلي شوي دي چې چيف اليکشن کمشنر سکندر سلطان راجه دې د چوکۍ څخه لرې کړل شي، تيره مياشت د پي ډي ايم وفد د چيف اليکشن کمشنر سره ليدنه کړې وه چې پکښې په چيف اليکشن کميشن فشار اچول شوي وو چې د پي ټي آیی فارن فنډنګ په اړه فيصله زر اعلان کړي او بیا څو ورځې وروسته د فارن فنډنګ پریکړه اعلان شوه.






