یونیسف:پر وژونکو ناروغیو د خوست د زلزله ځپلو ماشومانو د اخته کېدو ګواښ ډېر دی

یونیسف:پر وژونکو ناروغیو د خوست د زلزله ځپلو ماشومانو د اخته کېدو ګواښ ډېر دی
هغې زياته کړې چې يادې ناروغۍ د سيمې ماشومانو ته وژونکې ثابتېدای شي. تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر يا اوچا په ګډون یو شمېر نورو بنسټونو په زلزله ځپلو سیمو کې د کولرا د خپرېدو د ګواښ خبر ورکړی و.
(2022 / 8 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق يا یونېسف ویلي چې د خوست په سپېره ولسوالۍ کې د وروستۍ زلزلې له کبله د کولرا او ورته نورو ناروغيو د خپرېدو ګواښ لوړ شوی دی.
د یونېسف د بشري چارو کارکوونکې انی کندروچیک په یوه پیغام کې ویلي چې خوست کې يې د زلزله له کبله زيانمنې شوې سيمې ليدلې او دا ورته څرګنده شوې چې هلته د کولرا او ورته نورو ناروغيو د خپرېدو احتمال خورا لوړ دی.
هغې زياته کړې چې يادې ناروغۍ د سيمې ماشومانو ته وژونکې ثابتېدای شي. تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر يا اوچا په ګډون یو شمېر نورو بنسټونو په زلزله ځپلو سیمو کې د کولرا د خپرېدو د ګواښ خبر ورکړی و.
د رسمي شمېرو له مخې، په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تېرې مياشتې زلزلې له کبله نږدې يوولس سوه تنه مړه او تر شپږ زرو ډير نور ټپيان شوي وو.






