د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي چې ام یکاي لۀ الوتکې پۀ کابل کې د برید لپاره د پاکستات له حریم څخه استفاده نده کړې

0
167

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي چې ام یکاي لۀ الوتکې پۀ کابل کې د برید لپاره د پاکستات له حریم څخه استفاده نده کړې

دا ادعا د ا.ا چارواکو تر دې مهاله نه ده تاييد کړې، خو په رسنيو کې ګڼ شمېر ادعاوې وشوې چې امريکا ياد بريد د پاکستان له هوايي حريمه په استفادې کړی دی. ا.ا ياد بريد د نړيوالو قوانينو او دوحې د هوکړې خلاف عمل بللی دی.

(2022 / 8 / 4  ڼېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله ویلي امريکايي ډرون د هغه هېواد له حريمه په استفادې کابل کې بريد نه دی کړی او پاکستان په دې برخه کې د څه مسووليت نه اخلي.

هغه پاکستاني جيو نيوز ټلويزيون ته ويلي، ايمن الظواهري چېرته چې اوسېده، هلته په نښه شوی او په دې تړاو بحث هم بايد د امريکا او افغانستان تر منځ وشي.

يوې ډرون الوتکې د تېرې يکشنبې په سهار د کابل ښار په شيرپور سيمه کې پر يوه کور بريد وکړ او وروسته د امريکا ولسمشر ادعا وکړه چې بريد دوی کړی او د القاعده شبکې مشر ايمن الظواهري يې په نښه کړی دی.

Leave a reply