د خیبر پښتونخوا د ټیبل ټینس لوبغاړې فهد خواجه په کامن ویلتهه لوبو کښې د آخري ګروپ سیالیو ته وتلې دې

0
140

نصیب شاه شینواري
د انګلستان په برمنګهم ښار کښې پیل شوي د کامن ویلتهه په نړیوالو لوبو کښې د پاکستان نمایندګي کوونکې او د خیبر پښتونخوا څخه تعلق لرونکي فهد خواجه د ښې لوبې مظاهره کړې ده.
فهد خواجه د چترال سیمې څخه تعلق لري او په کامن ویلتهه لوبو کښې د پاکستان نمایندګي کوي.
د خیبر پښتونخوا دا ځوان د ټیبل ټینس لوبې ستورې څلورم راونډ ته وتلې دې.
د پاکستان فهد خواجه هم په برمنګهم کې د ۲۰۲۲ کال د کامن ویلتھ لوبو د نارینه وو د ټیبل ټینس په سیالیو کښې په وروستۍ ډله کې بریا خپله کړه.

د ګروپ په وروستۍ لوبه کې فهد خواجه د ټرېنېډاډ او ټوبیګو ډارن ډګلس ته ماتې ورکړه.د راپورونو له مخې، فهد خواجه د ګروپ د ۱۵مې ټولې درې لوبې په ګټلو سره ۳۲ پړاو ته لار موندلې ده.
تر دې وړاندې فهد خواجه د ګروپ ۱۵ په لومړۍ لوبه کې د ګیانا کریسټوفر فرانکلین ته ۴-۰ ماتې ورکړې وه او په دویمه لوبه کې یې د بنګله دېش محتسین احمد ته ی په څلور یو ۱-۴ ماتې ورکړې وه. فهد خواجه د ۳۲ راونډ اف ګروپ سیالیو کښې ځای جوړ کړې دې.

Leave a reply