د بهرني فنډنګ کیس پریکړه مخې راتلو سره د پی ټي آیی راتلونکې د ګواښ سره مخ شوې دې: منظور وسان
باغی ټي وي رپورټ
د پيپلز پارټۍ مشر منظور وسان وئيلي دي چې د بهرنۍ مالي مرستو فيصلې نه پس د عمران خان او تحريک انصاف مستقبل په خطر کښې دے.
خپل يو بيان کښې منظور وسان وويل عمران نيازي اوس په خپلو خبرو او ګواښونو قسمونو ته راغلى دى، هغه په ټپه ولاړ دى، اوس به له هيڅ ځايه کلين چټ نه ترلاسه کوي.
ده ووئيل چې پي ټي آئي به د ممنوع الخروج فنډنګ په مقدمه كښې اليكشن كمېشن ته ځواب نه وركوي٬ د دې تر څنګ به عمران خان ته هغه سهولتونه نه ترلاسه كوي كومې چې په سياست كښې موجودې وې۔
منظور وسان وويل د بهرنۍ فنډنګ فيصلې وروستو د عمران خان او تحريک انصاف مستقبل په خطر کې دى، د خيبرپښتونخوا او پنجاب حکومتونو راتلونکې هم ختميږي.