امریکا پر سعودي اړ عربي اماراتو د الوتکو ضد سیستم پلوري

امریکا پر سعودي اړ عربي اماراتو د الوتکو ضد سیستم پلوري
دا سیستم د لرې ویشتونکي بالیسټیک توغندیو، کروز توغندیو او جنګي الوتکو د ویجاړولو وړتیا لري .همدا راز امریکا به پر عربي متحده اماراتو د توغندیو بل سیستم هم وپلوري، چې ټولیز ارزښت یې ۲.۲۵ میلیارد ډالره کېږي.
(2022 / 8 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکا پر سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو د څه باندې پنځه میلیارد ډالرو پر ارزښت د الوتکو ضد توغندیو د سیستم پلورلو اعلان وکړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې سعودي عربستان به د الوتکو ضد یا دافع هوا ۳۰۰ پیتریات توغندي سیستم واخلي.
دا سیستم د لرې ویشتونکي بالیسټیک توغندیو، کروز توغندیو او جنګي الوتکو د ویجاړولو وړتیا لري.
همدا راز امریکا به پر عربي متحده اماراتو د توغندیو بل سیستم هم وپلوري، چې ټولیز ارزښت یې ۲.۲۵ میلیارد ډالره کېږي.