پاکستاني اولس لپاره یو ښه زیرې، چې د آیی ایم ایف پور پاکستان ته ورکړل شی نو ډالر تر ۱۸۰ او ۱۹۰ راټیټیدې شي: ملک بوستان

0
49

باغی ټي وي رپورټ
د ايکسچينج ايسوسي ايشن چيئرمېن ملک بوستان وايي د ائي اېم اېف د قسط ترلاسه کولو وروستو به د ډالر نرخ د ۱۸۰ نه تر ۱۹۰ روپو پورې راښکته شي.

جیو نیوز سره خبرو کښې د ایکسچینج ایسوسی ایشن چیئرمېن ملک بوستان وویل چې د درآمد بل په اړه د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل دعوه درسته ثابته شوې ده، زمونږ د تجارت دوه اربه ډالره خساره کمه شوې چې دا یوه لویه رقم ده.
ده وويل چې دپوځ سرلښکر امريکا ته دقرض لپاره هم درخواست کړى و، کوم چې موثر ثابت شوى، دې ته په کتلو سره هيله پيدا شوه، چې له IMF څخه دقسط له ترلاسه کولو وروسته ښايي دډالرو بيعه تر 200 روپيو نه هم کمه شي.
ملک بوستان وويل، چې ډالر هره ورځ له دوو تر درېيو کلدارو را ټيټېږي او د قسط له ترلاسه کولو وروسته اوس له ١٨٠ څخه تر ١٩٠ کلدارو پورې رسېږي، چې دا يې کچه ده.

نوموړي زیاته کړه، چې کله په ملک کې سیاسي بې ثباتي وه، نو د پنجاب ضمني انتخاباتو کې ګډوډي ټول خلک خفه کړل، خو اوس خلک باوري دي چې سمدستي انتخابات به نه کېږي.

Leave a reply