هند کښې انتظامیه د شپې شپې یو جومات شهید کړې دې

0
223

باغی ټي وي رپورټ
د هند د حیدراباد ښار په شمشاد اباد سیمه کې د ښاروالۍ کارکوونکو د شپې ناوخته یو جومات ویجاړ کړ.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د حیدراباد ښاروالۍ چارواکو د شپې په تیاره کې د خواجه محمود جومات د سختو پولیسو په شتون کې په شهادت ورساوه.
د راپورونه له مخې کله چې مسلمانان نمونځ ادا کوونکي د سحر د لمانځه لپاره جومات ته ورغلل، جومات يې ويجاړ وليد او په دې باندې ی د ډیر سخت خفګان او قهر څرګندونه وکړه.
وروسته مسلمانانو او مختلفو ګوندونو د ښاروالۍ د دفتر مخې ته سخته مظاهره وکړه چې په ترڅ کې پولیسو یو شمیر مظاهره کوونکي ونیول.

پوليس وايي، د جومات شاوخوا اوسېدونکو د دې ودانۍ پر ضد شکايت کړى و، چې بايد ثبت شي، خو د ښاروالۍ چارواکو جومات ړنګ کړ.

په هند کې د جوماتونو د ژغورلو تحریک یو مشر وويل، شهيد شوی جومات درې کاله وړاندې جوړ شوی چې پکې د جمعې په شمول هره ورځ پنځه وخته لمونځ په جماعت ادا کیدل.
له بلې خوا د آل انډیا مسلم پرسنل لا بورډ عمومي سکرتر مولانا خالد سیف الله رحماني په یوه بیانیه کې د جومات د ورانولو عمل د مسلمانانو لپاره ډیر غمجن او د زغم وړ نه دی.
په دې لاندې لنګ زور وکړې او تاسو به اوګورې چې په هند کښې د مسلمانانو او د اسلام څخه د کرکي په اړه څه روان دې، په هند کښې مسلمان که یو اړخ ته په اقلیت کښې دي نو بل اړخ ته دې مسلمانانو ته د خپل اسلامي مذهب ترلاندې د ژوند کولو حق حاصل دې کوم چې د هند حکومت او هند انتظامیه دې مسلمانانو څخه په زور اخلي، په هند کښې که د مسلمانانو په ضد دا کرکه پای ته و نه رسیږي نو هند به نور هم تقسیم شي.

…………………………

Leave a reply