وزیراعظم شهباز شریف د خیبر پښتونخوا حکومت څخه غوښتنه کړې چې د سیلاب ځپلو سره دې امدادی مرستې زیاتې شي
باغي ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف د خېبرپښتونخوا حکومت نه د سيلاب ځپلو لپاره امدادي رقم زياتولو غوښتنه کړې ده۔
په ټانک کښي خپلو خبرو کښي وزيراعظم اوويل چي د خيبرپښتونخوا حکومت دي د سيلاب متاثرينو لپاره امدادي رقم کښي زياتي کړي او بهتره به وي چي دا رقم اته نه تر لس لاکه روپو پوري کړے شي۔
ده ووئيل د بلوچستان حكومت په سېلاب كښې د مړه شويو كسانو كورنيو ته 10 لكه روپۍ، د سېلاب له وجې په بشپړه توګه تباه شوي كور ته 5 لكه روپۍ او جزوي زيانمن شوي كور ته 2 لكه روپۍ وركوي۔
وزيراعظم وويل د متاثره سيمو دوره مکملولو وروستو به په يوه يا دوه ورځو کې د صوبائي حکومتونو سره غونډه کوي.
شهبازشريف وويل دخيبرپښتونخوا وزيراعلي ته خپل سلامونه وړاندې کوم، دسيلاو ځپلو دپاره ټول په ګډه کار کوي اؤ کوم کار چې د وزيراعلي تر څارنې لاندې کيږي دا ډيره ښه خبره ده، مونږ ورته برابرۍ ته اړتيا لرو.
په دې موقع وزيراعظم اعلان وكړو چې د ټانک روډ به د وفاقي حكومت لخوا جوړولې شي۔