د پی ټي آیی بنسټ ایښودونکي د پي ټي آیی د کرپشن په اړه مهمه انکشافات کړي دي

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف بنسټ ایښودونکي غړي اکبر ایس بابر وايي، د منع فنډ په قضیه کې د الېکشن کمېشن له پرېکړې وروسته پي ټي آی ورته ډېر وړاندیزونه کړي دي.
د جيو نيوز پروګرام کيپيټل ټاک کې د خبرو پر مهال اکبر ايس بابر د عمران خان دا ادعا رد کړه.
هغه وويل زه هيڅکله دتحريک انصاف څخه نۀ یم ویستل شوې، زما په حق کې د ټاکنو کمیشن پریکړه ده او ليکشن کميشن وايي چې زه د پی ټی آیی وس هم غړى يم.
اکبر ایس بابر څرګنده کړه چې د دې مقدمې په اتو کلونو کې ماته د مرګ ګواښونه وشول، د پي ټي ايي خپل کسان راغلل او ورته یې وویل چې ستا په ضد دا ډول پلان جوړیږي.
ياده دې وي چې په کال ٢٠١٤م کې دا کېس د پي ټي ائي د بنسټ ايښودونکي غړي اکبر ايس بابر لخوا په اليکشن کميشن کې درج شوى وو چې د ٨ کالو اورېدنې وروستو د دې مقدمې فيصله د ٢٠۲۲ د جون په ٢١مه محفوظ کړې شوې وه.
اليکشن کميشن د پاکستان تحريک انصاف د ممنوعه بهرنۍ فنډنګ کيس په اړه د فيصلې اورولو په مهال وويل چې پي ټي آئي منع فنډنګ اخستې او د ممنوع فنډنګ ثابتيدو په وخت پي ټي آئي ته د شوکاز نوټس هم جاري کړی شوی دی.
فيصله کښې وئيلي شوي دي چې ولې دې دا فنډونه ضبط نه شي، د اليکشن کميشن دفتر دې هم د قانون مطابق پاتې عمل شروع کړي، د فيصلې يوه کاپي وفاقي حکومت ته هم جاري کړې شوې ده۔






