د ایران اټومي مذاکرات بیا ځلې پيل شول

0
137

د ایران اټومي مذاکرات بیا ځلې پيل شول

د ایران د بهرنیو چارو وزیر پرون په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي وو چې د امریکا سختو شرطونو ته به هېڅ وخت غاړه نه اېږدي او نه به هم د مذاکراتو پر مېز دغه هېواد ته امتیاز ورکړي.

 

(2022 / 8 /  4   نېټه باغی ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ایران اټومي مذاکرات بیا ځلې پيل شول. د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې په وین کې د امریکا او ایران ترمنځ غیر مستقیم مذاکرات بیا پیلېږي چې ایراني لوری او د اروپايي ټولنې استازي به پکې ګډون کوي.

په دې مذاکراتو کې هڅه کېږي چې له ایران سره اټومي هوکړه بېرته فعاله شي خو بیا هم تمې ورته کمې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر پرون په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي وو چې د امریکا سختو شرطونو ته به هېڅ وخت غاړه نه اېږدي او نه به هم د مذاکراتو پر مېز دغه هېواد ته امتیاز ورکړي.

دا څرګندونې داسې مهال دي چې د ایران د اټومي فعالیتونو له امله د بایډن پر اداره فشارونه ډېر شوي دي.

Leave a reply