ا.ا.: له ایران سره د اوبو په اړه هېڅ راز نوې هوکړه نه رامنځته کېږي

0
149

دغه افغان چارواکي ویلي دوی له ایران سره د پخوانیو هوکړو پر بنسټ عمل کوي او په دې تړاو د افغان حکومت دريځ واضح دی. هغه زیاته کړې چې له ایران سره هر ډول مذاکراتو ته تیار دي، خو له خپل حق نه تېرېږي او نه به هم د نوو هوکړو لاسلیک ته غاړه کېږدي.

(2022 / 8 / 4   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

له ایران سره د اوبو په اړه هېڅ راز نوې هوکړه نه رامنځته کېږي. د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال مجیب الرحمان عمر په تازه څرګندونو کې ویلي له ایران سره د اوبو په تړاو هغه هوکړه د عملي کېدو وړ ده چې په ۱۳۵۱ کال کې لاسلیک شوې ده.

د ده په خبره ایران خپله ټوله حقابه تر لاسه کړې ده او له دغه هېواد سره د نوې هوکړې هېڅ امکان نشته دی.

Leave a reply