برېښنا شرکت ویلي چې د برېښنا صادروونکو هېوادونو سره ښې اړیکې لرو 

0
167

برېښنا شرکت ویلي چې د برېښنا صادروونکو هېوادونو سره ښې اړیکې لرو 

د برېښنا شرکت چارواکو وويل چې تېر يوه کال کې يې ۲۴.۸ ميليارده افغانۍ عوايد را ټول کړي، د برېښنا د توليد داخلي کمپنيو او ګاونډيو هېوادونو ته يې د برېښنا له درکه ۱۵۱ ميليونه ډالره تاديه کړي دي.

 

(2022 / 8 /  4  نېته باغی ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، له هغو هېوادونو سره يې اړيکې خورا ښې شوې چې دا مهال ترې برېښنا را وارديږي.

د بريښنا شرکت عملياتي رييس صفي الله احمدزي ملت ته د حساب ورکونې په غونډه کې وويل چې د تېرو جګړو له کبله د افغانستان د برېښنا سکتور ته د پام وړ زيانونه اوښتي خو په وينا يې چې سره له دې هم د هېواد ۳۸ سلنه وګړي برېښنا ته لاسرسی لري چې یوازې ۲۲ سلنه يې په کور د ننه توليديږي او پاتې ۷۸ سلنه برخه يې له وارداتو پوره کيږي.

د برېښنا شرکت چارواکو وويل چې تېر يوه کال کې يې ۲۴.۸ ميليارده افغانۍ عوايد را ټول کړي، د برېښنا د توليد داخلي کمپنيو او ګاونډيو هېوادونو ته يې د برېښنا له درکه ۱۵۱ ميليونه ډالره تاديه کړي دي.

Leave a reply