پي ټي آیی نن د ټاکنو کمیشن مخې ته احتجاج اعلان کړې، اسلام آباد کښې ریډ زون په تړلې شوې دې
باغی ټي وي رپورټ
وروسته له هغې چې پاکستان تحریک انصاف نن د الېکشن کمېشن مخې ته د احتجاج اعلان وکړ، ضلعي انتظامیې ریډ زون سیل کړی او په داخلی دروازو کې یې کنټینرونه لګولي دي.
دسرچينو ترمخه په ريډ زون کې به مظاهره کوونکو يا کوم تعلق لرونکي کس ته د ورننوتلو اجازه نۀ ورکول کيږي، په ريډ زون کې به دحقوقو ضد ځواک، رينجرز، ايف سي او پوليس تعينات وي.
ریډ زون ته د ننوتلو لپاره به یوازې مارګله سړک خلاص وي.
بل اړخ ته د تحريک انصاف د احتجاجي کال په موقع اليکشن کمشنر سنده آئي جي ته بيړني خط استولي او د امنيت غوښتنه ئي کړي ده۔
ياده دې وي چې تيره ورځ يو شخصي ټي وي چينل ته د مرکې په مهال د پي ټي آئي چيئرمين عمران خان وئيلي وو چې اليکشن کميشن د مسلم ليګ نون او پيپلز پارټۍ فنډنګ کیس نه وړاندې کوي نو مونږ به د اليکشن کميشن په ضد سپريم جوډيشل کميشن ته ځو.
مونږ به د اليکشن کميشن مخې ته په سوله ييزه توګه احتجاج کوو، ريډزون ته به نه ځو.
عمران خان ویلي وو چې اليکشن کميشنر مونږ د بهرنیو فنډ اخستونکي نامه اخستلو سره زمونږ سپکاوې کړي دې.