خلیلزاد وایي افغان لوری دې د دوحې هوکړه عملي کړي
خلیلزاد وایي افغان لوری دې د دوحې هوکړه عملي کړي
خلیلزاد داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د کورنیو چارو سرپرست وزیر په افغانستان کې د هر ډول ترهګرې ډلې موجودیت ردوي او وایي په افغانستان کې هېڅ راز ترهګریز وسله وال فعالیت نشته او نه هم افغان امنیتي ادارې چا ته ددې چارې اجازه ورکوي.
(2022 / 8 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
خلیلزاد وایي افغان لوری دې د دوحې هوکړه عملي کړي. د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل کې وروستیو پېښو ته په اشارې ویلي چې افغان لوری دې د دوحې هوکړه عملي کړي.
خلیلزاد چې د امریکا له خوا یې له اوسني حکومت سره د سولې هوکړه لاسلیک کړې وايي، افغان لوري په ځلونو له نړیوالې ټولنې سره دا ژمنه کړې چې له افغان خاورې به هېچا ته ګواښونه نه جوړېږي او هېڅ ترهګرې ډلې ته به دلته اجازه نه ورکوي.
هغه وایي چې په افغانستان کې د دایمی ثبات او مشروعیت لپاره باید افغان لوری پر خپلو ژمنو عمل وکړي.