عدالت څخه به پی ټي آیی تک سپین اعلان شي ، د داخله وزیر عادت او شوق دې چې هم داسې غټې غټې خبرې کوي: اسد عمر

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف مشر فواد چوهدري تور لګولی چې چیف الیکشن کمشنر سکندر سلطان راجا د پي ټي ایم وسیله ګرځیدلې دې.
فواد چوهدري چيف اليکشن کمشنر د پي ټي ايم وسيله وبللو او ويې ويل چې اليکشن کميشن په عاجله توګه دوه فيصلې منظورې کړې، حکومت ته د ريفرنس لېږلو خبره وروسته په فيصله کښې شامله ده.
د تحریک انصاف مشر هیله څرګنده کړه چې محکمه به د انتخاباتو د کمیسیون پریکړه لغوه کړي.
پي ټي آئي سيکرټري جنرل اسد عمر دا تور هم لګولي چي اليکشن کميشن د پي ډی ایم یوه اداره جوړه شوې چې هم ددوی امر ترلاندې کار کوي، هغه وویل چې کوم خلق چي بهرني بلل کیږي نو هغه ټول پاکستانيان دي، کله چي خبره عدالت ته ورسيږي نو پی ټي آیی به تک سپین شي.
د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله د ریډ زون ته د ننوتو د سختو اقداماتو په اړه د بیان په اړه اسد عمر وویل چې رانا ثناالله داسې غټې غټې خبرې کوي او دا د هغه شوق جوړ شوې دې چې لوی لوی خبرې وکړي.






