اوپک فنډ د مهمند ډیم لپاره ۷۲ ملیونه ډالر پور ورکوي
باغی ټي وي رپورټ
د نړیوالې پراختیا لپاره د اوپک فنډ به د مهمند ډیم لپاره 72 ملیون ډالر پور ورکړي.
د اقتصادي چارو د وزارت لخوا د شوي اعلان له مخې د مهمند ډیم لپاره د اوپیک فنډ فار انټرنیشنل ډویلپمنټ 72 ملیون ډالره قرض ورکوي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د مهمند بند د پروژې د تمویل لپاره د ۷۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د پور تړون لاسلیک شو.
د خبرپاڼې له مخې دغه تړون په اسټریا کې د پاکستان سفیر او د اوپیک فنډ د مشر لخوا لاسلیک شو.
بیان کې ویل شوي، د مهمند ډیم هایډرو پاور پروژه به تر 2025 پورې بشپړه شي.