پخواني وزیراعظم میا محمد نواز شریف تور لګولې دې چې عمران خان د سي پيک پروژه ودرولو او کشمیر ستونزه واپس کولو کښې نیغ په نیغه لاس لري

باغي ټي وي رپورټ
د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کښې د واکمن اتحاد د مشرانو د ملاقات دننه کيسه مخې ته راغلې ده۔

دسرچينو ترمخه په دغه غونډه کې دمسلم ليګ(ن) مشر اؤ پخواني وزيراعظم نوازشريف اتحادي ګوندونو ته لارښوونه وکړه چې په راتلونکو ٤٨ ساعتونو کې دپي ټي ائي په ضد ريفرنس سپريم کورټ ته واستوي.

سرچينې وايي چې نوازشريف هدايات کړى چې سپريم کورټ ته دې د دغه ريفرنس د اورېدنې لپاره د فل کورټ له خوا غوښتنه وشي.
نوازشريف اوويل چې د ملک ضد عناصرو په ايجنډا کښې بې ثباتۍ رامينځته کوونکو سره دې هيڅ رعايت نۀ شي کولے، عمران خان هم د سي پېک او کشمير معاملې په واپسۍ کښې نېغ په نېغه لاس لري.

په دې موقع د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب شېرپاو وويل ائتلافي حکومت ته اوس کارکردګي ښودلې شي، حکومت لع په هر صورت کې د ګرانۍ قابو کول پکار دي.
په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې اتحادي ګوندونه به په ټول هېواد کې د تحريک انصاف پر ضد لاريونونه کوي، ايم کيو ايم به په کراچۍ کې او پيپلز ګوند به په حيدراباد او سکر کې لاريونونه کوي.

جي يو آئي به په پېښور، پښتونخوا ميپ او بي اين پي مينګل په کوئټه کې، مسلم ليګ ن به په لاهور، راولپنډۍ او اسلام اباد کې جلسې کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文

Telegram官网