د بلوچستان په سیمه کښې شهید شوې میجر جنرال امجد حنیف یو ډیر عاجز انسان وو: د حج څخه راستون شوي یو حاجي بیان

0
94

باغی ټي وي رپورټ
وړمه ورځ د بلوچستان په سسي پنو سیمه کښې د پاکستان فوځ یوه چورلکه کښې مهم د فوځ افسران هغه وخت شهیدان شول چې ددوی چورلکه د خراب موسم له امله را اوغورځیده او دوی شهیدان شول، په شهیدان کښې لفټننټ جنرال سرفراز علي هم شامل.
د پاکستان یو تن چې د حج څخه راستو شوې الحاج یوسف پیروانی داسې بیان مخې ته راغلې چې وایی چې د بلوچستان په دې بده پیښه کښې شامل خدای بخښلې میجرجنرال امجد حنیف سږ کال حج هم ادا کړې وو او څو ورځې وړاندې پاکستان ته راغلو، هغه وایی چې زمونږ ملګری چی ورسره حج کړی وو وایی چی هغه ډیر عاجز انسان وو او د جولای په 19 بیرته راستون شو او د سیلاب ځپلو سره یی مرسته پیل کړه چې دوی وژغوري او ژوند ی بچ کړي .

Leave a reply