شهباز شریف حکومت د عمران خان د نااهل کولو لپاره سپریم کورټ کښې ریفرنس جمع کولو پریکړه کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
په وزيراعظم هاؤس کې د پاکستان ډيموکريټک موومنټ (پي ډي ايم) او اتحادي ګوندونو په غونډه کې دا فيصله شوې چې د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) د مشر عمران خان د نااهله کولو دپاره به سپريم کورټ کې ريفرنس دائر کړل شي.

په وزيراعظم هاؤس کې د پي ټي ايم او اتحادي ګوندونو غونډه ختمه شوه.په غونډه کې د پي ټي آئي د منع فنډ فنډ په اړه د اليکشن کميشن په فيصله تفصيلي خبرې وشوې او د راتلونکي عمل په اړه غور وشو.
د سرچینو مطابق دا پریکړه شوې چې د عمران خان په ضد به درخواست د اساسی قانون دې مادې ۶۲ او ۶۳ ترلاندې جمع کړل شي.
سرچينې وايي، د ريفرنس د دائرولو پرېکړه د مسلم ليګ (ن) له مشر نواز شريف سره تر غير رسمي سلا مشورې وروسته شوې ده.

سرچينې وائي چې وفاقي کابينه به سبا په سپريم کورټ کې د منع شوي فنډ په اړه د ريفرنس دائرولو منظوري ورکوي او فيصله به سبا کوي.
دسرچينو له مخې کابينه به سبا دعمران خان اؤ نورو مشرانو نومونه اي سي ايل کې اچولو په اړه هم فيصله کوي.

په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د تحريک انصاف په ګډون هيچا ته به په ريډ زون کې د احتجاج اجازه نه ورکول کېږي، څوک چې احتجاج کول غواړي له ريډ زون بهر دې کولى شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文

Telegram官网