د پاکستان وزیرخارجه بلاول بهټو زرداري پخوانۍ وزیراعظم عمران خان د ټولو لوی غل ګرځولې دې

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري عمران خان د هېواد په تاریخ کې تر ټولو لوی غل بللی دی.

په يو بيان کې بلاول بهټو زرداري وئيلي دي چې د اليکشن کميشن د پريکړې وروستو عمران خان د ملک په تاريخ کې تر ټولو ستر غل ثابت شو او د کرپشن په ضد د هغه بيان غلط ثابت شو.
ده ووئيل چې عمران خان د ټاكنو كمېسون د پلټنو د مخنيوي لپاره لوې حركتونه اختيار كړل خو د ولس په وړاندې څرګند شو، هغه څوك چې اليكشن كمېشن ته جعلي حلف نامې وركوي هغه صادق او امانتدار نه وي۔

خارجه وزير ووئيل چې پي ټي آئي په بدعنواني بنياد اېښودل شوې، د خارجيانو نه فنډونه اخيستل او د بهرنۍ سازش نعرې پورته كول د پي ټي آئي منافقت وو چې په ډاګه شوې دې۔
هغه زیاته کړه چې عمران خان د خپل فساد د پټولو لپاره د فساد ضد کمپاین پیل کړ.
وزیر خارجه اوویل چې عمران خان چې د بهرنیانو په پیسو د هیواد سیاست ککړوي نو د خلکو مجرم دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文

Telegram官网