د پاکستان پخواني وزیراعظم هم په کلکه انکار کړې وو چې پاکستان به کله هم امریکا ته فضایی اډې ور نه کړي

0
148

باغی ټي وي رپورټ
د امریکا له خوا د پاکستان له خاورې او د پاکستان د هوايي حریم کارول د تېر کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو راهیسې یوه جنجالي موضوع ده.
سرچينې هغه اوازې او ګنګوسي په کلکه رد کړې چې ګواکې بې پيلوټه الوتکې ښايي له پاکستانه الوتنه کړې وي او امريکا د دغه هېواد فضایی حدونه کارولې وي.

سرچینې ایکسپریس ټریبیون ته ویلي دي چې بې پيلوټه الوتکې د پاکستان حدود نه دي کارولي او نه دا الوتکه د پاکستان څخه اوچته شوي ده، سرچینې دا تورنه په کلکه رد کړي دي .

د امریکا له وتلو مخکې داسې راپورونه خپاره شول چې د بایډن اداره غواړي له پاکستان سره په سیمه کې د ترهګرۍ ضد راتلونکو عملیاتو لپاره د هوايي اډې د جوړولو په اړه یوه معامله وکړي.

پخواني لومړي وزیر عمران خان له امریکايي رسنیو سره په خپله یوه مرکه کې ټینګار کړی، چې دی به هېڅکله امریکا ته اجازه ورنه کړي، چې د پاکستان له خاورې کار واخلي. کله چې له هغه وپوښتل شول چې ایا پاکستان به دا فضایی اډې لپاره د متحده ایالاتو غوښتنې ته پام وکړي، په دې عمران خان ځواب ورکړ: “چې بلکل نه”.

دا خبره مهمه ده چې څو ورځې وړاندې په کابل کښې یو ډرون برید ترسره شو ، په دې وخت کښې داسې خبرونه او پروپاګنډ خپور شو چې امریکا د پاکستان سیمه وس هم کاروی ، پاکستان دا تورونه ردوي او ددې تصدیق او ثبوت ددې نه هم کیږي چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان یو امریکایی ټیلیويژن سره په مرکه کښې ویلي وو چې پاکستان به کله هم امریکا ته فضایی اډې و ر نه کړي.
د خبر سرچینه: ایکسپریس ټریبیون

Leave a reply