تاجکستان وايي، د افغانستان برېښنا شرکت يې ۲۸ ميليونه ډالره پوروړی دی

تاجکستان وايي، د افغانستان برېښنا شرکت يې ۲۸ ميليونه ډالره پوروړی دی
افغانستان د اړتيا وړ برېښنا لويه برخه له ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان څخه واردوي. برېښنا شرکت وړاندې منلې وه چې د برېښنا له درکه د يادو هېوادونو پورونه ور په غاړه دي چې دوی يې د ادا کولو د لارو چارو د موندلو په لټه کې دي.
(2022 / 8 / 3 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
تاجکستان وايي، د افغانستان برېښنا شرکت يې ۲۸ ميليونه ډالره پوروړی دی. د تاجکستان د برښنا ادارې مشر محمد عمر عاصوزاده دوشنبې کې يوه خبري کنفرانس ته ويلي چې د افغانستان برېښنا شرکت يې ۲۸ ميليونه ډالره پوروړی دی او دوی ترې غوښتي چې پورونه يې ورکړي.
عاصو زاده ويلي چې د افغانستان برېښنا شرکت له خپلو بانکي حسابونو پېسې نه شي لېږلی، له همدې کبله يې د دوی پورونه هم نه دي ادا کړې. هغه ويلي چې څو ورځې وړاندې يې د خپلو پورونو دوه ميليونه ډالره ترلاسه کړي او هيله لري چې په څو مرحلو کې خپلې پاتې پيسې هم ترلاسه کړي.