کابینې د لغوه شویو ادارو د کارکوونکو د برخلیک ټاکلو پۀ اړه پلاوی ټاکلی دی 

0
77

کابینې د لغوه شویو ادارو د کارکوونکو د برخلیک ټاکلو پۀ اړه پلاوی ټاکلی دی 

په خبرپاڼه کې د یادو ادارو په اړه وضاحت نه دی ورکړل شوی، خو حکومت د روان کال د مرغومي په څلورمه د پخواني حکومت دوه وزارتونه او دوه کمېسیونونه لغوه کړل او ویلي یې وو چې د اړتیا له مخې به په راتلونکي کې دغه ادارې بیا رامنځته شي.

(2022 / 8  / 3   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

کابینې د لغوه شوو ادارو د کارکوونکو برخلیک ټاکلو په موخه یوه پلاوي ته نده سپارلې چې د یادو کسانو د شمېر، شهرت او ځانګړنو په اړه معلومات راټول او د کابینې بلې غونډې ته یې وړاندې کړي.

د چارو ادارې په خبرپاڼه کې راغلي کابینې تېره ورځ د چارو ادارې لوی ریاست ته دنده وسپارله چې د دې ادارې او د ریاست الوزرا د مقام لوی ریاست ګډ پلاوی دې یاده موضوع وڅېړي او راټول کړي معلومات دې له خپلو ځانګړو نظرونو سره د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.

Leave a reply